کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ څخه ۶۰ زره کسانو ته د حج لپاره د ورتګ اجازه ورکړه
حج

سعودي عربستان د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ څخه ۶۰ زره کسانو ته د حج لپاره د ورتګ اجازه ورکړه

سعودي عربستان سږکال د حج لپاره پرېکړه کړې ده، چې د ټولې نړۍ څخه به ۶۰ زره کسانو ته اجازه ورکړي، چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي، چې په دې لیسټ کې افغانستان هم شامل دی.

د کورونا له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې سعودي عربستان د نورو هېوادونو خلکو ته د حج مراسمو کې د ګډون اجازه ورکوي، تېر کال د حج مراسمو کې یوازې سعودي مېشتو برخه اخیستې وه.

د ځینو رسنیو د راپورونو په وېنا، تراوسه پورې د هېوادونو لپاره د خلکو شمېر نه دی وروستی شوی، چې له کوم هېواد څخه به څومره کسان د حج لپاره ورشي.

همدا راز ځینې شرایط به هم ولري، لکه ماشومان او د پاخه عمر خلک به د حج لپاره د ورتګ اجازه ونه لري او کوم خلک چې د حج لپاره ورځي، هغوی به هم د کورونا ضد واکسین کړي وي او هلته به کرنټین کېږي هم.

د یادولو وړ ده چې د کورونا له بندېزونو مخکې به سعودي عربستان ته هر کال شاوخوا دوه نیم میلیونه کسان د حج مراسمو لپاره ورتلل او همدا راز میلیونونه کسان به ټول کال د عمرې لپاره هم ورروان و.

دا هم ولولئ

مفتي عزیزالرحمان او مولانا عبدالعزیز

مولانا عبدالعزیز: مفتي عزیزالرحمان دې د مینار پاکستان نه ښکته راوغورځولی شي

د پاکستان د سور جومات (لال مسجد) او مدرسې مشر مولانا عبدالعزیز وايي، چې مفتي …