کورپاڼه / روغتيا / آیا د جوارو د پولیو له دې حیرانوونکو ګټو خبر یئ؟

آیا د جوارو د پولیو له دې حیرانوونکو ګټو خبر یئ؟

د جوارو پولۍ یوه داسې غذا ده چې غټان او واړه په ډېر شوق سره خوري، چې ځینې وخت د لوږې په ختمولو کې هم مرستندویه تمامېږي. د جوارو پولۍ چې ډېر په آسانۍ سره تیارېږي خو ډېر خلک یې له ګټو بې خبره دي.

د جوارو پولۍ یو ډېره پخوانۍ خو یوه بشپړه غذا ده چې په جوړښت کې یې ویټامینونه، منرالونه او ډایټري فایبر شتون لري. دغه راز د پوتاشیم، زنک، کاپر، فاسفورس او انټي اکسایدو درلودونکې او د کالورۍ او غوړو د کموالي ترڅنګ بوره او سودیم نه لري. ګټې به یې په لاندې ډول ولولو:

  • انټي اکساید لري: د جوارو پولۍ د انټي اکسایدو او پولي فینولونو په درلودولو سره د زړه د ناروغیو او د ډیمنشیا، الزایمر، نظر کمزوري او د ویښتانو د توییدو د ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي.

  • وزن کموي: د جوارو په پولیو کې بوره او غوړ نه وي او کالوري یې هم ډېره لږه وي. دغه راز د فایبر شتون یې د لوږې احساس ختموي او د وزن په کمولو کې غوره خوراک ګڼل کېږي خو ځینې کسان یې د خوند لپاره غوړ، بوره او سودیم ورګډوي چې د ګټې پرځای تاوان لري.

  • عمومې روغتیا لپاره: د جوارو پولۍ منرالونه، کمپلیکس کاربوهایډریټ، بي کمپلیکس ویټامین او ویټامین اي هم لري چې د هضم په ښه کولو کې مرسته کوي او پر مجموعي روغتیا اغېزې پرېباسي.

  • شکر برابر ساتي: د پولیو جوار په وینه کې د شکر او انسولینو کچه برابره ساتي، نو که چېرته د شکر ناروغي لرئ نو په ورځني ډول د جوارو پولۍ استعمال کړئ او د یادې ناروغۍ له خطر څخه ځان وژغورئ.

  • لوړ کلیسترول کموي: د جوارو د پولیو فایبر د وینې د شریانونو کلیسترول کموي، چې بیا د زړه د ناروغیو په ګډون له نورو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

  • د حجرو ساتنه کوي: له یوې څېړنې ثابته شوې چې د جوارو پولۍ پولي فینول په نوم انټي اکساید لري چې بدن په داخلیدو د هغه عناصر مخنیوی کوي چې حجرو ته زیان رسوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …