کورپاڼه / خبرونه / کریم صادق: افغانستان په شان هېواد کې مې نه چاته رشوت ورکړی او نه اخیستی

کریم صادق: افغانستان په شان هېواد کې مې نه چاته رشوت ورکړی او نه اخیستی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیليز توپوهونکی کریم صادق وايي، چې د افغانستان په شان هېواد کې يې نه چاته رشوت ورکړی دی او نه يې هم له چانه رشوت اخیستی دی.

کریم خان صادق چې څه وخت وړاندې يې له نړیوال کرکټ څخه د استعفا ورکولو خبره کړې وه، بېرته يې تمرینات پيل کړي او وايي چې ملي لوبډلې ته به راګرځي.

نوموړی چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال دی، په خپل یو تازه پوسټ کې يې لیکلي: ((الحمدالله د افغانستان په شان هېواد کې مې شلو کالو کې یوه روپۍ روشت نه چاته ورکړی، نه مې چا نه اخیستی او نه مې چاسره چل او فریب کړی او نه مې چانه طمع کړې. وايي چې د شېر یو ورځ د ګیدړ د سلو کالو ژوند نه غوره ده.))

کریم صادق پوسټ

د یادولو وړ ده چې کریم صادق وخت نا وخت د کرکټ بورډ په مشرانو هم سختې نیوکې کوي، هغه همدا راز یو وخت له ولسمشر نه دا غوښتنه هم کړې وه، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر دې يې کړي.

کریم صادق ویلي و، چې که چېرته هغه د کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شي، نو داسې لوبډله به جوړه کړي چې راتلونکی نړیوال جام وګټي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …