کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان د فلمونو د موسیقۍ ډایرکټر وجی پټیل ومړ

د سلمان خان د فلمونو د موسیقۍ ډایرکټر وجی پټیل ومړ

د بالیووډ فلمونو سلطان سلمان خان د نوموړي د فلمونو د موسیقۍ ډایرکټر وجی پټیل (لکشمن) پر مړینه د سخت خپګان څرګندونه کړې.

سلمان خان په ټویټر یو پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي چې:((رام لکشمن زما په بریالیو او سوپر هیټ فلمونو “می نی پیار کیو کیا”، “هم آپ کی هی کون”، “پتر کی پول” او “هم سات سات هی” کې د موسیقۍ ډایرکټر و.

 

د یادولو وړ ده چې د موسیقۍ ډایرکټر وجی پټیل چې په لکشمن سره یې شهرت درلود، تېره ورځ د زړه د حملې په سبب له دې نړۍ وکوچیده.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې وجی پټیل څو ورځې وړاندې د کورونا دویم ډوز واکسین هم وکړل خو کله چې کور ته ستون شو نو ډېره کمزوري یې حس کړه چې بیا یې په کور کې درملنه وشوه.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د وجی پټیل طبیعت نور هم خراب شو او تېره ورځ د زړه د حملې په سبب له دې نړۍ وکوچید.

د اته اویا کلن وجی پټیل او سریندر جوړه په رام لکشمن سره مشهوره وه. د هندي موسیقۍ دې مشهورې جوړې په اتیایمه لسیزه کې بالیووډ ته په ډېرو په زړه پورو او مشهورو سندرو ته موسیقي برابر کړې وه.

دا هم ولولئ

ګودر ځاځی

ګودر ځاځی: ډیرو جهادیانو، ملایانو، زاهدانو څخه خپل وجدان ته ارام او هوسا یم

د هېواد ځوان او مشهور سندرغاړی ګودر ځاځی وايي، چې هغه له ډیرو جهادیانو، ملایانو، …