کورپاڼه / روغتيا / هغه روغتیایي غذایي توکي چې ډېر استعمال یې زیانمن تمامېږي

هغه روغتیایي غذایي توکي چې ډېر استعمال یې زیانمن تمامېږي

د یو ښه او صحت ژوند د تېرولو لپاره اړینه ده چې د انسان روغتیا ښه وي او د ښې روغتیا لپاره ښه او د غذایي توکو درلودونکې توکي باید استعمال شي.

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې په ډېره اندازه د صحت مندو او ښو خوړو استعمال هم د مړینې سبب کېږي، ځکه چې د هر شي ډېر استعمال زیانمن تمامېږي. نو راځئ چې یو څو هغه غذایي توکي در وپېژنو چې د مړینې سبب کېږي.

  • د ځیګر استعمال: ځیګر په ډېره اندازه د اوسپنې، ویټامین بي ۱۲، ویټامین ای او کاپر درلودونکی دی چې ډېر استعمال یې د بدن لپاره زیانمن تمامېږي او د زهرو شکل غوره کوي.

  • دارچیني: په دارچیني کې کومیرن په نوم ماده موندل کېږي چې استعمال یې د هغه کسانو لپاره ستونزې راولاړوي چې د ځیګر ناروغۍ لري او ډېر استعمال یې ځیګر له منځه وړي.

  • د کافي استعمال: کافي د کافینو درلودونکې وي چې ډېر استعمال یې پر عصبي سیستم اغېزې کوي او د بې خوبۍ، اندیښنې، غوسې، د خېټې خرابي او د زړه د درزا بې نظمه کوي.

  • شین چای: شین چای د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي خو ډېر استعمال بیا زیانمن هم تمامېږي ځکه چې دا په ډېره اندازه کافین لري او ډېر استعمال یې د سینې سوخت او سر درد پیدا کوي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …