کورپاڼه / جالب / نارینه د ژوند د ملګرې تور ویښتان خوښوي او که طلایي؟

نارینه د ژوند د ملګرې تور ویښتان خوښوي او که طلایي؟

دا چې نارینه د طلایي ویښتانو درلودونکې میرمنې ډېرې خوښوې او که د تورو ویښتانو لرونکي، په دې اړه مشهورې موډلې لیزمین سانتوس حیرانوونکې تجربه له مینوالو سره شریکه کړه.

د برازیل مشهورې موډلې لیزمین سانتوس ددې لپاره خپل طلایي ویښتان خړ یا تور رنګه کړل ترڅو معلومه کړي چې نارینه څه ډول ویښتان خوښوي چې بیا یې حیرانوونکې پایله لاسته راوړه.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې اوه ویشت کلنې لیزمین ویلي دي چې:((زه پوهېدم چې د ژوند ملګری څه ډول ویښتان خوښوي او په همدې ډول مې د طلایي ویښتانو له تجربې وروسته ویښتان تور رنګه کړل.))

لیزمین وایي کله چې یې ویښتان تور کړل نه یوازې دا چې د نارینه په نظر ډېره زړه راښکونکې ښکاره شوه بلکې له تورو ویښتانو سره په شخصیت کې هم په حیرانوونکې توګه بدلون راغی او په ځان یې باور ډېر شو.

نوموړی زیاتوي له دې وروسته یې پرېکړه وکړه چې تل به خپل ویښتان تور ساتي. لیزمین وایي چې:((ما داسې فکر کاوه چې یو څو ورځې وروسته به بېرته خپل ویښتان طلایي کړم خو د تورو ویښتانو دومره ګټې وې چې مجبوره شوم همداسې یې وساتم))

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …