کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو د خوندیتوب لپاره نوی فیچر رامنځته کوي

وټساپ د خپلو کاروونکو د خوندیتوب لپاره نوی فیچر رامنځته کوي

د فیسبوک د ملکیت لاندې د پیغام رسونې اپلیکیشن وټساپ د خپلو کاروونکو د اکونټونو د خوندیتوب لپاره یو په زړه پوری فیچر وړاندې کوي.

د (WABeta) وببپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې وټساپ او او ټي پي (ون ټایم پاسورډ) په نوم له چل، ول څخه د خوندیتوب لپاره پر یو نوي فیچر کار کوي چې “فلش کال” نوم یې ورکړی.

ویل کېږي چې ددې فیچر په مرسته به کاروونکې دې ته اړتیا ونه لري چې د اکونټ د تایید لپاره شپږ عددي امیني کوډ ورکړي. بلکې دغه فیچر به په اتومات ډول د کاروونکې د موبایل نمبر تاییدوي. خو د فلیش کال لپاره د استعمالوونکې د موبایل زنګ تر لاګ پورې لاسرسی اړین دی، چې بیا به وټساپ پخپله زنګ ترلاسه کوي او اکونټ به تاییدوي.

د ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه فیچر د اندراید موبایلونو په (2.21.11.7) ویرژن کې شتون لري. راپور زیاتوي چې دا په استعمالوونکې پورې اړه لري چې وټساپ ته د زنګ لاګ ته د لاسرسي اجازه ورکوي او که نه.

د یادولو وړ ده چې هیکران له او ټي پي څخه ګټه اخلي او استعمالوونکې ته دوکه ورکوونکې پیغامونه لیږي چې تاسې باید د او ټي پي په ذریعه اکونټ تایید کړئ کنه نو اکونټ به مو له منځه ولاړ شي او څنګه چې هیکر ته او ټي پي ولېږي اکونټ یې هیک کېږي.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …