کورپاڼه / جالب / پنځه پنځوس کلنې زړې میرمنې خپل بدن له ټاټو ډک کړی

پنځه پنځوس کلنې زړې میرمنې خپل بدن له ټاټو ډک کړی

وایي چې شوق حد او قیمت نه لري او همدغسې یو څه د جرمني یوې پنځه پنځوس کلنې اوسیدونکې ترسره کړي او د ټول عمر ګټلې روپۍ په ټاټو جوړولو مصرف کړي.

د انګلستان ورځپاڼې (دی مرر) د راپور له مخې ویل کېږې چې د المان اوسیدونکې او پخوانۍ موټر چلوونکې کرسټین ټرایسټین پخپل ټول بدن د ټاټو جوړولو لپاره پنځه ویشت زره پونډه لګولي.

ویل کېږي چې کرسټین له نن څخه پنځه کاله وړاندې پخپل بدن لومړنی ټاټو جوړ کړ او تر اوسه یې له ورمېږ څخه ښکته تر پوندو پورې خپل نوي سلنه بدن په ګلونو او پتنګانو په رنګ په ټاټو جوړ کړی.

دې اړه کرسټین وایي چې پخوا یې د بدن رنګول نه خوښېدل، خو اوس ټاټو جوړول ورته پیاوړتیا ورکوي او لومړنی ټاټو یې پر مټ جوړ کړی و او له هغې وروسته یې ځان کنترول نه شو کړی او اوس یې ټول بدن له ټاټوګانو څخه ډک دی.

نوموړې وایي چې موږ یو ځل ژوند کوو او زه غواړم چې لپاره یې نوي څه وکړم، ما په دې شوق د ټول عمر ګټه ولګوله چې دیرش یا پنځه دیرش زره یورو ترې جوړېږي. دی وایي چې کله د آئینې مخ ته درېږي او خپل رنګین بدن وینې نو یو ډول خوښي وربخښي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …