کورپاڼه / جالب / پر ګرمې لاوا پخه شوې پیزا په ټولنیزو رسنیو کې مشهوره شوه

پر ګرمې لاوا پخه شوې پیزا په ټولنیزو رسنیو کې مشهوره شوه

هسې خو پیزا په یو ځانګړي تنور کې په ۲۵۰ درجو تودوخه کې پخېږي، خو یو داسې آشپز یا پخوونکی هم شتون لري چې د ۱۰۰۰ درجو د تودوخې په اندازه یې په ګرمې لاوا پیزا پخه کړې چې په ټولینزو رسنیو کې د “لاوا پیزا” او “اور شیندونکې پیزا” په نوم سره شهرت پیدا کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي د منځنۍ امریکا په ګویټی مالا کې د روان کال له فبرورۍ څخه اور شیندنه جریان لري چې په سبب یې د سیمې شاوخوا اوسیدونکې ډېر اندیښمن دي.

خو د ډیوډ ګارسیا په نوم یو پخونکې له دې لاوا څخه پخلنځی جوړ کړی او هلته پیزا پخوي. که څه هم په دې چاپیریال کې د پیزا پخوا یو ډېره خطرناکه کړنه ده، نو ځکه د ګارسیا پیزا په “لاوا پیزا” سره مشهوره ده.

ویل کېږي چې په اور شیندونکې لاوا باندې د پیزا پخولو لپاره ګارسیا د یو میز سربېره ځانګړې جامې، بوټان او لوښي هم تیار کړي ترڅو د سختې ګرمۍ پر وړاندې مقاومت وکړي.

ګارسیا د تازه پیزا پخولو لپاره همالته هر څه تیاروي او د لاوې په ایرو یې له لسو تر پنځلس دقیقو لپاره ږدي او له پخولو وروسته یې پر پیریدونکو ویشي. که څه هم دغه پیزا “پاکایا پیزا” نومېږي خو په ټولنیزو رسنیو کې د “لاوا پیز” او “اور شیندونکې پیزا” سره شهرت لري.

ګارسیا وایي له ۲۰۱۳ کال راهیسې په بیلابیلو ځایونو کې په لاوا سره پیزا پخه کړې خو مخکې ډېرو لږو کسانو ورته پام کاوه. خو کله چې دغه اور شیندنه پیل شوه نو ځای یې ځانته پیدا کړ او ټولنیزو رسنیو یې هم کارو بار ته شهرت ورکړ.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …