کورپاڼه / روغتيا / د مفصلونو د ناروغۍ درملنه؛ له یو څخه دوه ډوله غوره درمل

د مفصلونو د ناروغۍ درملنه؛ له یو څخه دوه ډوله غوره درمل

امریکایي روغتیاپالان ویلي دي که چېرته د مفصلونو هغه ناروغان چې ډېره سخته او نه ښه رغېدونکې ناروغي لري او دوی ته د دفاعي سیستم د غبرګون محدودونکو درملو ترڅنګ د “کرسټیکسا” په نوم درمل ورکړل شي نو ګټور به تمام شي.

د یادولو وړ ده چې په وینه کې د یوریک اسید د ډېرېدو په سبب د مفصلونو یا د بندونو د درد ناروغۍ رامنځته کېږي، چې د بندونو د سخت درد او سوخت په شکل سره څرګندېږي.

هسې خو یادې ناروغۍ لپاره ډېر درمل شتون لري خو ډېر وخت د ناروغانو لپاره د (Krystexxa) په نوم د درملو لارښوونه کېږي. دغه درمل په وینه کې د یوریک اسید کچه کموي او ناروغ ته آرام ورکوي.

خو له ناروغیو څخه د مخنیوي طبیعي دفاعي سیستم غبرګون ددې درملو وړتیاوې اغېزمنوي او کموي. ددې ستونزې په نظر کې د نیولو سره د مشیګن پوهنتون ډاکتره پوجا کنا او ملګرو یې د د کرسټیکسا ترڅنګ د دفاعي سیستم د غبرګون کمونکې درملو د ازمایلو پرېکړه وکړه.

ډاکتره پوجا وایي چې د نوو درملو موندل یا جوړول ډېر وخت ته اړتیا لري چې لس یا شل کاله په بر کې نیسي. نو که چېرته له وړاندې تایید شوي درمل یوځای استعمال شي نو هم به ګټور وي او هم پرې لږ لګښت راشي.

دا هم ولولئ

آیا کورونا وایروس مو حافظه اغېزمنوي؟

د کورونا وایروس په سبب ډېر وخت اغېزمن کسان د بویولو له حس څخه د …