کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو غټ ګلابي او ارغواني الماس لیلام ته وړاندې کېږي

د نړۍ ترټولو غټ ګلابي او ارغواني الماس لیلام ته وړاندې کېږي

نن ورځ د نړۍ ترټولو غټه ګلابي او ارغواني رنګ د الماسو لرونکې ګوتمۍ د لیلام لپاره وړاندې کېږي.

ویل کېږي چې دغه د الماسو ګوتمه د خپل ډول او د ارغواني او ګلابي رنګ له مخې ترټولو غټه او ښکلې ګوتمه ګڼل کېږي، چې په ډېره حیرانووکې بیه به لیلام شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه د الماسو ګوتمه نن ورځ د میي په درویشتمه نیټه لیلام ته وړاندې کېږي او هیله څرګنده شوې چې پر پنځه ویشت میلونه ډالرو به لیلام شي.

په ګوتمۍ کې لګېدلې ګلابي او ارغواني رنګه دغه نایابه الماس ۱۵.۸۱ قیراطه وزن لري، چې ډېره ښکلې او په زړه پورې هم ده.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه ګوتمۍ په ډېره مهارت او هنر سره تیاره شوې او دا د الماسو له دویم ډول څخه ګڼل کېږي او د خپل ډول له مخې د نړۍ غټ الماس ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …