کورپاڼه / جالب / په برېتانیه کې د (لکۍ) لرلو فېشن زیات شوی
لکۍ

په برېتانیه کې د (لکۍ) لرلو فېشن زیات شوی

په برېتانیه کې خلک د لکۍ لرلو شوق هم لري، چې د څاورو په څېر يې تر شا وي او خوځېږي، چې په دې لړ کې ډېرې پرمختللې او نوې لکۍ هم د خلکو لپاره جوړې شوې دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د انسانانو لپاره د لکۍ جوړولو یو شرکت یوه داسې ډیجیټل لکۍ جوړه کړې ده، چې ډېره پرمختللې بڼه او ډېر ډیزاینونه لري.

دا لکۍ چې د miTail نوم ورکړل شوی دی، د لندن یو شرکت له خوا جوړه شوې ده. دا لکۍ د موبایل له لارې هم کنټرول کېدای شي او له موبایل پرته هم کار کوي.

د miTail دا لکۍ دوه اونۍ وړاندې بازار ته وړاندې شوې ده، چې د لکۍ خوښوونکو له خوا ورته پراخ هرکلی ویل شوی دی. دا لکۍ چارجر لري چې تر ۱۰ ساعته پورې چارج ساتي.

د دغه شرکت مسوولین وايي، چې په دې نوې لکۍ کې يې پرمختللې ټیکنالوژي کارولې ده، چې د لکۍ شوقیان به پرې خپل شوق ډېر ښه پوره کړای شي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …