کورپاڼه / خپلواک / عاليه بټ د خپل راروان فلم لپاره (کيتهي) ژبه زده کوي
عاليه بټ

عاليه بټ د خپل راروان فلم لپاره (کيتهي) ژبه زده کوي

خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): د فلمونو لپاره به مو اورېدلي وي چې هنرمندان ورته څه څه نه زده کوي، خو د هندي فلمونو ښايستوکې او نامتو هنرمنده عاليه بټ د خپل راروان فلم لپاره نوې ژبه زده کوي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، اداکاره عاليه بټ د خپل راروان فلم (ګنګو باى کاټياواړي) لپاره د (کيتهي) ژبه زده کوي.

هندي فلم جوړونکى سنجى ليلا بنسالي د (ګنګو باى کاټياواړي) په نوم فلم جوړوي. په دغه فلم کې مرکزي رول عاليه بټ ترسره کوي او د فلم د کردار د ښه ترسره کولو لپاره نوموړې خپله خواري تر حده زياته کړې ده. هغه په دې هڅه کې ده چې د ګنګو باى کردار داسې ولوبوي، چې خلک يقين وکړي چې دا په رښتيا هم ګنګو باى ده.

عاليه بټ نوى فلم ترلاسه کړ

سلمان خان (ماشا الله) فلم کې د نجلۍ د ښکلولو له امله کار نه کوي

سنجى ليلا بنسالي د اجي ديوګن سره فلم جوړوي

هندي رسنۍ وايي، چې عاليه بټ اوس د دغه فلم لپاره (کيتهي) يا (کاټهي) ژبه هم زده کوي. دغه ژبه د هند په سوراشټر کې ويل کېږي. عاليه بټ تر دې مخکې هم د (٢ سټېټس) فلم لپاره تمل ژبه زده کړې وه او همدا راز د (راضي) فلم لپاره يې بيا اردو ژبه زده کړې وه.

د ګنګو باى کاټياواړي فلم راروان کال د سپتمبر په ١١مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي.

د ګنګو باى کاټياواړي پرته عاليه بټ د عيان مکرجي په فلم (برهماستر) کې هم راروانه ده. په دغه فلم کې د عاليه بټ تر څنګ رنبير کپور، موني راى او اميتاب بچن هم کار کوه. همدا راز عاليه بټ د کرن جوهر په فلم (تخت) کې هم راتلونکې ده.عاليه بټ ١

٢٦ کلنه د نامتو فلم جوړونکي مهېش بټ لور او د پوجا بټ خور ده، هغې په لومړي ځل په (سټوډينټ آف دي اير) کې کار کړى و چې له هغه وروسته يې شاته نه دي کتلي او د خپلې ښې اداکارۍ په مرسته يې په ډېرو فلمونو کې په خلکو ځان منلى دى.

د نوموړې وروستى فلم د (کلنک) په نوم و، خو دغه فلم کومه خاصه کاميابي ترلاسه نه کړه. همدا راز هغه په (سړک ٢) فلم کې هم کار کوي او د (RRR) په نوم په يوه تيلګو فلم کې هم کار کوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …