کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دیش په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۳۳ منډو ماتي ورکړه

بنګله دیش په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۳۳ منډو ماتي ورکړه

بنګله دیش په لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د سریلانکا لوبډلې ته په ۳۳ منډو ماتي ورکړه او لوبلړۍ یې په بریا سره پیل کړه.

دغه لوبه د بنګله دیش په کوربتوب په شیرِ بنګله کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د لوبې پچه بنګله دیش وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

بنګله دیشۍ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۵۷ منډې وکړې او سریلانکایي لوبډلې ته یې د ۲۵۸ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دیش له لورې په توپ وهنه کې تمیم اقبال ۵۲، مشفیق الرحیم ۸۵ او محمودالله ۵۴ منډې وکړې او د سریلانکا له لورې په توپ اچونه کې دننجایا ډي سلوا ښه وځلید او درې بنګله دیشي لوبغاړي وسوځول.

سریلانکا د ۲۵۸ منډو په تعقیب ۲۲۴ منډې او ټول لوبغاړي د ۴۹ اور په لومړي توپ سره له لاسه ورکړل او لوبه یې د ۳۳ منډو په توپیر سره وبایلله.

د سریلانکا له لورې په توپ وهنه کې ونیندو هسرنګا   ۷۴ او کوشل پریرا ۳۰ منډې وکړې او د بنګله دیش له لورې په توپ اچونه کې مهدي حسن څلور، مستفیظ الرحمن درې او سیف الدین دوه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی مشفیق الرحیم ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبلړۍ دویمه لوبه د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

ولې نن ورځ استرالیایي لوبغاړي له کوره بهر شپه تېروي؟

نن ورځ د میتیو هیډن په ګډون د استرالیا کرکټ ډېر لوبغاړي له خپلو کورونو …