کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چین خپل فضایي ګاډی پر سرې سیارې ښکته کړ

چین خپل فضایي ګاډی پر سرې سیارې ښکته کړ

چین خپل ریموټ کنترول فضایي ګاډی پر مریخ ښکته کړ او په دې سره دغه هیواد مریخ په لومړي ماموریت کې مدار ته د تللو، ښکته کیدلو او د ګاډي لېږلو لومړنی هیواد وګڼل شو.

د چین د دولتي ټولنیزې رسنۍ د پوسټ له مخې ویل کېږي چې د چین ریموټ کنترول فضایي ګاډي ددې په لسو بجو او څلویښتو دقیقو د مریخ سطحې ته ښکته شو.

ویل کېږي چې دغه ګاډی (ژورونګ) نومېږي، چې په لمریزې انرژۍ سره چلېږي او د نوي ورځو په دوران کې به د پخواني ژوند د نښو، نښانو لټه وکړي، چې پر ځمکه یې د رادار په داخلولو د اوبو او کنګل لټون هم شامل دی.

چین روانه میاشت له امریکا سره د هغه دوو هیوادونو په نوملړ کې شامل شو چې د مریخ پر ځمکه یې ګاډې ښکته کړي. باید یاده کړو چې پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۷۱ کال پر مریخ فضایي بېړۍ ښکته کړې وه خو له ښکته کېدو څو دقیقې وروسته ورسره اړیکه پرې شوه.

د راپور له مخې ویل کېږي د ژورونګ ګاډي ۲۴۰ کیلو وزن لري، چې شپږ ساینسي آلې ور پکې نصب دي او د لوړ تحلیل کوونکې ټوپوګرافۍ کامره هم لري چې د مریخ خاوره او چاپیریال به وڅېړي.

د یادولو وړ ده چې د چین اتومات فضایي بېړۍ (تیانوین ون) د تېر کال په جولایۍ کې د سویلي چین د هینن څخه روانه شوې وه، چې د شپږو میاشتو له سفر وروسته د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې مریخ ته ورسیده او له هماغه راهیسې یې په مدار کې ده.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …