کورپاڼه / هنر او کلتور / کیرتي سینن د بالیووډ کیریر لپاره د عیش او عشرت ژوند پرېښود

کیرتي سینن د بالیووډ کیریر لپاره د عیش او عشرت ژوند پرېښود

د بالیووډ ځوانې اداکارې یا هنرمندې کیرتي سینن په بالیووډ کې د کیریر د جوړولو لپاره اوه کاله وړاندې په ډهلي کې د عیش او عشرت ژوند پرېښود او ممبۍ ته لاړ. اوس هغه وایي چې په لږ وخت کې به په فلمي صنعت کې ځانته ځای جوړ کړي.

د کیرتي سینن ځینو نږدې ملګرو هڅه وکړه ترڅو له دې لوی اقدام څخه یې راوګرځوي خو د چا خبرو ته یې غوږ ونه نیوه او نن چې کله هم تېر شوي وخت ته ګوري نو باور یې نه راځي چې اوه یې په دومره مصروفیت او سخت وخت کې تېر کړي.

له هندي رسنیو سره په خبرو کې دیرش کلنه کیرتي، چې د انجینرۍ سند هم لري، د خپل کیریر د جوړولو سببونه هم ښودلي او د خپل شخصیت په بېلابېلو اړخونو یې رڼا اچولې.

نوموړی وایي چې دغه کال ورته تر ډېره غوره دی، فلمونو ته بېرته را ګرځېدلې او په دې سبب د خوښۍ احساس هم کوي. کیرتي وایي چې د “بیدیا” او “بچن پانډی” په ثبت بوخته ده او پر “ادیپروش” هم کار پیل شوی.

کیرتي زیاتوي چې:((خو د کورونا وایروس دویمې څپې پر موږ د زلزلې په څېر حمله وکړه، خو زما په فکر د کورونا وضیعت له کنترول څخه ډېر زموږ لپاره کوم بل څه ډېر ارزښت نه لري.))

دا هم ولولئ

اشرف غني او عبدالله مقری

ولسمشر غني: عبدالله مقري خلک د وطن ابادۍ او سوله ییز ژوند ته وهڅول

د هېواد مشهور، نومیالی او وتلی سندرغاړی عبدالله مقري نن سهار د کورونا ویروس ناروغۍ …