کورپاڼه / روغتيا / په ناڅاپي ډول د بدن د یوې برخې له کاره لوېدل یا جام کیدل کوم سببونه لري؟

په ناڅاپي ډول د بدن د یوې برخې له کاره لوېدل یا جام کیدل کوم سببونه لري؟

آیا کله مو په ډېرې ناستې سره لاس، پښه یا د بدن کوم بل غړی بې حرکته شوی؟ دا یوه داسې ستونزه ده چې د هر عمر اشخاص ورسره مخ کېږي. که چېرته د انسان د بدن کومه برخه له حرکت ولویږي یا جام شي نو بېلابېل سببونه لرلی شي.

د ساینس په ژبه ویل کېږي لکه څنګه چې د انسان په بدن کې په طبیعي ډول د اعصابو جال خپور وي او د دماغو او بدن ترمنځ د اړیکو ټینګولو کار ترسره کوي.

کله چې د انسان بدن کومه برخه پرته له دې چې دماغو سره اړیکه ولري، حس کړی نو د لمس کولو په دې حالت کې د بدن دغه برخه میږي، میږي کېږي.

په عامو حالتونو کې چې کله د بدن په کومه برخه لاس ږدو نو د عصبي جال په مرسته دماغو ته د لمس کولو پیغام رسېږي او که چېرته تر ډېره پورې په یو اړخ یا اندازه سره ویده شو نو په عصبي سیستم مو فشار راځي.

پر عصبي سیستم د فشار د ډېرېدو په سبب زموږ بدن ته پیغام نه رسېږي، چې بیا زموږ لاس، پښه یا د بدن کومه برخه له کاره لویږي او جام کېږي، په طبیعي ژبه کې دې کړنې ته پیرسټیسیا وایي، چې د هر عمر له خلکو سره کیدلی شي، خو که چېرته له فشار پرته دا ډول حالت رامنځته شي نو د کومې ناروغۍ نښه ګڼل کېږي.

دغه راز نور بې شمېره سببونه هم لري لکه د کوم حیوان یا حشرې خوړل یا چیچل، په بدن کې د ویټامین بي ۱۲، پوتاشیم، کلسیم یا سودیم کمښت، درمل، کیموتراپي، ریډیشن تراپي، د ملا په تیر کې زخم، د شریانونو خورېدل، رسولۍ او نور.

کله چې پر دماغو فشار کم شي نو بېرته عصبي جال عادي حالت ته راځي او له کاره لویدلې برخه بیا دماغو ته پیغام رسوي، چې بیا یاد حالت ختموي. دغه راز کله چې پر دماغو فشار وي نو د وینې په دوران هم اغېزې کوي او هغه ځای شین کېږي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …