کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د رنډو کسانو لپاره یو نوی فیچر رامنځته کړ

ګوګل د رنډو کسانو لپاره یو نوی فیچر رامنځته کړ

له ای او ایس وروسته ګوګل هم د ړندو کسانو لپاره یو غوره فیچر وړاندې کړ، چې له زنګ وروسته به د زنګ وهونکې معرفي کوي یا به یې ور پېژني.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه نوی فیچر به کاروونکې ته د زنګ په راتللو سره د زنګ وهونکې نوم یا پېژندنې ته به لاسرسی ولري، که چېرته غوږۍ هم اچولي وي بیاهم ورته لاسرسی لرلی شي.

دغه فیچر له دې وړاندې د ای او ایس کاروونکو لپاره وړاندې شوی و او له موبایل کتلو څخه وړاندې به کاروونکې په ځانګړې توګه ړندو کسانو ته دا خبرداری ورکول کیده چې زنګ وهونکی څوک دی.

دا فیچر به څه ډول استعمالوو؟

که چېرته تاسې د ګوګل نوی اپډیټ ترلاسه کړی وي، نو د لاندې اقداماتو په کولو سره له دې فیچر څخه ګټه پورته کولی شئ.

  • ګوګل اپلیکیشن پرانیزئ.

  • د اپلیکیشن سیټینګ ته لاړ شئ.

  • د زنګ وهونکي پېژندنه په اعلان کوونکې کې ولیکئ.

  • د فیچر لپاره وخت وټاکئ یعنې غواړئ د تل لپاره یې فعال کړئ یاهم د معلوم وخت لپاره.

  • اوس به د سیټینګ د ترتیب مطابق موبایل په زنګ راتللو سره، پرته له دې چې موبایل وګورئ، زنګ وهونکی وپېژنئ.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …