کورپاڼه / خبرونه / د زمبابوې د ملي کرکټر له بې وسۍ ډک پوسټ او د خلکو ملاتړ
ریان برل

د زمبابوې د ملي کرکټر له بې وسۍ ډک پوسټ او د خلکو ملاتړ

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر توپوهونکي ریان برل په ټویټر کې یو ټویټ نه یوازې دا چې زمبابوې ته سخت پېغور ورکړ، بلکې لوبغاړي او د کرکټ شرکتونه يې هم د هغه ملاتړ او مرستې رامخکې کړل.

د زمبابوې ۲۷ کلن لوبغاړي په خپل ټویټر اکاونټ کې د خپلو بوټانو یو عکس خپور کړ، چې په ایلفي باندې خپل بوټان جوړوي او نوموړي له دې سره ولیکل، چې داسې څوک چې موږ سپانسر کړي او د هرې لوبلړۍ نه وروسته د خپلو بوټانو جوړولو څخه خلاص شو.


د هغه دا ټویټ ډېر په چټکۍ سره خپور شو، چې د لوبغاړو لپاره د کرکټ توکي  جوړونکی شرکت PUMA يې مرستې ته راودانګل او د هغه د سپانسر کولو اعلان يې وکړ، چې ریان برل يې ډېر خوشحاله شو.


همدا راز د نړۍ مشهورو او سترو کرکټرانو هم د ریان برل ملاتړ ته راودانګل او د هغه په ملاتړ باندې يې ټویټونه وکړل. ریان برل له خپلو مینه والو څخه هم مننه وکړه او د پوما څخه يې هم مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې ریان برل د زمبابوې لپاره ۳ ټېسټ، ۱۸ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۵ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي، چې په ټېسټ لوبو کې يې ۲۴، یو ورځنیو کې ۲۴۳ او شل اوریزو کې ۳۹۳ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …