کورپاڼه / جالب / د چایو نړیواله ورځ او په زړه پورې تبصرې

د چایو نړیواله ورځ او په زړه پورې تبصرې

د چایو مینوال که چېرته له دې بې خبره وي چې نن ورځ د چای نړیوال ورځ لمانځل کېږي، نو بیا خو په باور سره ویلی شو چې په دې مینه کې یې یو څه کمښت شته دی.

هره یوه میلمستا تر هغه وخته پیکه او بې خونده وي تر هغې چې د چایو خوند ور پکې شامل نه وي. کور وي، که حجره وي، که اداره وي یا کوم عام ریستورانت وي د چایو فرمایش به ور پکې ضرور وي.

د چایو نړیواله ورځ هر کال د میي په یوویشتمه نیټه لمانځل کېږي، د ملګرو ملتونو د وینا له مخې ددې ورځې د لمانځلو موخه د چایو پیداوار، لګښت او د ګټو په اړه خبراوی ښودل شوی او له اوبو وروسته ترټولو ډېر څښل کیدونکی مشروب ګڼل کېږي او په ټولنیزو رسنیو کې یې په اړه په زړه پورې څرګندونې کېږي.

ځینو کسانو چای ته د رومانوي مشروب خطاب کړی، چا لیکلي چې دا مشروب ملګري سره یوځای کوي او ځینو خو بیا نوره هم لوړه درجه ورکړې او ویلي یې دي چای چې هر څه دی له دې هر څه لوړه درجه لري.

ځینو کسانو هغه یواځینی توکی ګڼلی چې له سر درد څخه نېولې د زړه تر درده د هر څه ملهم دی، ستړیا لېرې کوي او د اوږدو شپو ملګری هم دی. د چایو د نړسوالې پر مناسبت د ټویټر کاروونکو هم تصویرونه خپاره کړي او په زړه پورې تبصرې یې کړي.

د کم بخت میمي په نوم یو شخص د اداکار نانا پاټیکر او اکشي کمار عکس پورته کړی او له چایو سره مینه په دې ډول ښودلې ده:

پر موبایل زنګ

ملګری: بهر راووځه

زه: نه یاره، مصروفه یم

ملګری: د چایو لپاره هم وخت نه لرې؟

زه: ….

لاندې په تصویر لیکل شوي چې:”ددې کار لپاره وخت، وخت دی”

د راجستان رایلز له لورې هم له چایو سره د مینې په پار یو په زړه پوری او مانا لرونکی تصویر پورته شوی.

دغه راز د نیټ فلیکس انډیا له لورې هم یو تصویر خپور شوی چې له مخې یې اداکار منوج باجپایي په ډېره غوسه کې لیدل کېږي او لاندې یې ورسره لیکلي چې: “چای چېرته دی.”

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …