کورپاڼه / خبرونه / راشد خان ترکیې ته تللی دی
راشد خان

راشد خان ترکیې ته تللی دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان د ترکیې استانبول ښار ته تللی دی او له هغه ځایه يې تازه عکسونه هم خپاره کړي دي.

راشد خان چې په انسټاګرام کې ډېر فعال دی او هر وخت خپل تازه عکسونه په انسټاګرام کې خپروي، تر ټولو زیات تعقیبوونکي هم په انسټاګرام کې لري.

راشد خان په انسټاګرام اکاونټ کې دوه عکسونه خپاره کړي دي، چې په استانبول کې اخیستل شوي دي او همدا راز ورسره یې لیکلي دي، چې په رخصت ترکیه تللی دی، چې ډېر ښایسته ځایونه لري.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


د راشد خان دا عکسونه په ۱۶ ساعتونو کې ۳۳۹ زره کسانو خوښ کړي دي او زرګونه کسانو پرې تبصرې هم کړې دي، چې د هغه د عکسونو ستاینه يې کړې ده.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل ۲۰۲۱ له ځنډېدو وروسته راشد خان افغانستان ته راستون شوی و، چې بیا له دې ځایه متحده عربي اماراتو ته لاړ او اوس ترکیې ته تللی دی، خو نوموړی به بېرته ابوظهبي ته ځي او هلته به د پاکستان سوپر لیګ په پاتې سیالیو کې د لاهور قلندرز لپاره لوبېږي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …