کورپاڼه / روغتيا / ددې موسم د خوندورې مېوې آلوبخاره بې شمېره حیرانوونکې ګټې

ددې موسم د خوندورې مېوې آلوبخاره بې شمېره حیرانوونکې ګټې

آلوبخاره د روان موسم یو له خوندورو مېوو څخه ګڼل کېږي چې په جوړښت کې بې شمېره ګټې نغښتي دي او د زیاتو بدني ګټو سبب کېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې آلوبخاره د سوړ اغېز درلودونکې مېوه ده او په هغه سیمو کې پیدا کېږي چې غرنۍ او سړې وي. دوی زیاتوي چې دا مېوه د زړه د حملې او فلج خطر کمولی شي.

ویل کېږي چې الوبخاره د ویټامین ای یوه مهمه ذریعه ده، چې د ویښتانو په ودې او د پوستکي د ښکلا لپاره غوره ګڼل کېږي او ترڅنګ د ژور خپګان پر وړاندې ګټوره وي او د وینې کمښت ختموي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي چې آلوبخاره د معدې او د هضم د ښه والي لپاره هم اغېزمنه مېوه ګڼل کېږي او د زېړي، معرکې او د خېټې د چینجیو لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

  • څلور دانې وچې آلوبخاره په یوه پیاله اوبو کې واچوئ، بیا یوه کاچوغه بادیان ور زیات کړئ. امیندارې میرمنې دې د زړه بدوالي او کمزورۍ په حالت کې چاڼ او وڅښي، ستونزه به یې حل شي.

  • د آلوبخاره پاڼې د کوپرې په تیلو کې د یو ساعت لپاره لمر ته کېږدئ، بیا دغه تېل په ویښتانو ووهئ، نو د ویښتانو بې شمېر ستونزې لکه پخه، د ویښتان توییدل، بې رنګي به ختمه شي او ویښتان به مو اوږده او ګڼ شي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …