کورپاڼه / هنر او کلتور / عمران هاشمي د سلمان خان په (ټایګر ۳) فلم کې د پاکستاني جاسوس کردار لوبوي
سلمان خان او عمران هاشمي

عمران هاشمي د سلمان خان په (ټایګر ۳) فلم کې د پاکستاني جاسوس کردار لوبوي

د هندي سینما مخکښو هنرمندانو سلمان خان او کترینه کېف څو میاشتې مخکې په ممبۍ کې د (ټایګر ۳) فلم لپاره ثبت پیل کړی و، خو وروسته بیا دا ثبت ختم شو او د کورونا د دویمې څپې له امله نور ثبت پيل نه شو.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د ټایګر ۳ فلم ثبت به بیا د ۲۰۲۱ کال د جون په میاشت کې پیل شي، چې د سلمان خان او کترینه کېف پرته عمران هاشمي به هم په دې ثبت کې برخه واخلي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، مشهور اداکار عمران هاشمي په (ټایګر ۳) فلم کې د يو پاکستاني جاسوس کردار لوبوي، چې د سلمان خان سره به په دې فلم کې مخامخ شي، چې نوموړی په دې فلم کې د را جاسوس دی.

کترینه کېف چې د دې لړۍ په دوه مخکنیو فلمونو کې د پاکستان د ای ایس ای جاسوسه وه، خو له سلمان خان سره يې مینه کوله، په دې فلم کې به یې کردار لا نور هم ډېر واضحه شي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې د (ټایګر ۳) فلم لپاره فلم جوړونکو ۳۵۰ کروړه هندي روپۍ بودیجه ځانګړې کړې ده او غواړي چې د تېرو فلمونو په پرتله هم دا ډېر ښه فلم جوړ کړي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …