کورپاڼه / جالب / په تایلینډ کې د کورونا واکسین کوونکو ته غوا ورکول کېږي

په تایلینډ کې د کورونا واکسین کوونکو ته غوا ورکول کېږي

لکه څنګه چې له تېر یو کال راهیسې د کورونا وبا ورځ تر ورځې خپل زور ازمایي او ترڅنګ یې نړۍ په ټولنیز او اقتصادي ډول هم زیانمن کړې اوس د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې چارې څخه ګټه اخیستل کېږي.

چې په همدې لړ کې د ټایلینډ هیواد اعلان کړی، هغه کسان چې د کورونا واکسین کوي نو د پچې اچونې له لارې به ورته غوا په ډالۍ کې ورکړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د ټایلینډ د چینګ مایي ولایت په مایي چیم ولسوالۍ کې د کورونا واکسین د ثبت د ګړنډي کولو لپاره ځانګړی کمپاین پیل کړی.

ددې کمپاین له مخې په د چینګ مایي په مایي چیم ولسوالۍ کې په هره اوونۍ کې د کورونا واکسین کوونکو په نومونو پچه اچول کېږي او هر چا کې وګټله هغه ته به په ډالۍ کې غوا ورکوي.

ویل کېږي چې د ټایلینډ په یادې ولسوالۍ کې له کورونا څخه د مخنیوي لپاره د واکسینو کمپاین د جون له اوومې نیټې څخه پیلېږي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …