کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د وزن په کمولو کې حیرانوونکې تمامېږي

هغه خوراکي توکي چې د وزن په کمولو کې حیرانوونکې تمامېږي

چاغښت او ډېر وزن هغه ناروغي ده چې د وبا په څېر ورځ تر ورځې په ټوله نړۍ کې خپرېږي. روغتیایي کارپوهان ددې ستونزې لوی لامل د وطنيو، صافو او ساده خوړو استعمال کم او د تیارو او بازاري خوړو ډېر استعمال په ګوته کوي او ترڅنګ غیر متحرک ژوند هم د چاغښت لوی سبب ښیي.

چاغښت یا ډېر وزن هغه ناروغي ده چې د نورو ناروغیو بنسټ ورته ویل کېږي او په سبب یې د وینې لوړ فشار، شکر، د وینې د جریان ستونزې، د بدن فعالیتونه ګډوډل او د زړه ناروغۍ رامنځته کیږي او ترټولو خطرناک حالت یې د خېټې پر شاوخوا د وازدې راټولیدل دي چې ځان ترې ژغورل اړین ګڼل کېږي.

ددې لپاره چې د خېټې پر شاوخوا راټوله شوې وازده اوبه کړو نو باید لاندې خوراکي توکي استعمال کړو:

  • لېمو: د خوراکي توکو کارپوهان په ورځ کې د یو لېمو استعمال اړین ګڼي او وایي چې دا به ډېره غوره وي چې په یوه پیاله نیم ګرمو اوبو کې د لېمو اوبه واچوو او د ورځې پیل پرې وکړو.

  • له غذایي رژیم څخه بوره او خواږه شیان وباسئ: له بورې او هغه شیانو څخه ډډه وکړئ چې شکر یا بوره پکې کارېدلي وي او ترڅنګ له یخو یا کولا مشروباتو هم ځان وساتئ.

  • ډېر اوبه وڅښئ: که غواړئ چې د ملا په شاوخوا کې راټوله شوې وازده کمه کړئ نو ډېرې اوبه څښل یې غوره درملنه ده. اوبه د وینې غوړ او اضافي شکر ختموي او زهرجنې مادې له بدن څخه وباسي.

  • هوږه: په سهار کې د وطنۍ هوږې یوه یا دوه پلې خوړل ډېر ګټور وي، نو که چېرته ترڅنګ یې د لېمو اوبه هم وڅښل شي نو د وینې جریان ښه کوي او اضافي وازده اوبه کوي.

  • وچې او تازه مېوې: ددې خپل لپاره چې خپله راوتلې خېټه کمه کړو نو باید هغه فایبر د خوراک برخه وګرځوو چې ژر هضمېږي، چې دا ډول فایبر تر ډېره په تازه او وچو مېوو کې موندل کېږي.

  • کېلې: کېلې د پوتاشیم یوه ښه ذریعه ده چې د وینې فشار او شریانونو لپاره ګټور وي او ترڅنګ یې ور پکې موجود ویتامین د لوږې احساس کموي او د میتابولیزم په تېزولو سره اضافي وازده کموي.

  • دال: دال د پروټینو، فایبرو او اوسپنې یوه ذریعه ده چې استعمال یې د مجموعي روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

  • شین چای: شین چای د انټي اکسایدو په درلودلو د بدن انرژي ډېروي، هضم ښه کوي او د وازدې اوبه کولو عملیه تېزوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …