کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان کې له اذان او اقامت پرته د لاسپيکر کارول بند شو
لاسپیکر

سعودي عربستان کې له اذان او اقامت پرته د لاسپيکر کارول بند شو

په سعودي عربستان کې حکومت د ټولو جوماتونو د لاسپیکرونو د استعمال لپاره نوې لارښوونې خپرې کړې دي، چې له امله به یې د جومات لاسپيکرونه یوازې د اذان او اقامت لپاره کارول کېږي.

د سعودي رسنیو د راپورونو په وېنا، د سعودي عربستان د اسلامي امورو، دعوت او ارشاد وزیر ډاکټر عبداللطیف ال الشیخ له خوا په نویو لارښوونو کې د ټولو جوماتونو امامانو ته ویل شوي دي، بهرني لاسپیکرونه دې یوازې د اذان او اقامت لپاره کاروي او نور دې بند ساتل کېږي.

همدا راز دا هم ورته ویل شوي دي، چې د ټولو جوماتونو د بهرنیو لاسپیکرونو غږونه هم باید کم وساتل شي. که په کوم جومات کې له دې لارښوونو سرغړونه وشوه، نو پر وړاندې به یې قانوني ګامونه پورته شي.

دغه وزارت وايي، چې له اذان او اقامت پرته چې لاسپیکرونه کارول کېږي، نو د جومات شاوخوا ګاونډیانو ته ترې تکلیف رسېږي، په ځانګړې توګه ناروغان، د پاخه عمر خلک او ماشومان د جومات د تېزو غږونو له امله په تکلیف کېږي.

دوی همدا راز زیاته کړې ده، چې دا نوې لارښوونې د شرعي دلیلونو سره سمې دي، ځکه چې د لمانځه غږ باید یوازې په جومات کې لمونځ کوونکي واوري او بهر خلکو ته د دې غږ رسول مهم نه دي.

همدا راز کله چې په لاسپیکر کې تلاوت کېږي او هغه څوک بهر نه اوري، نو دا په خپله د قرآن پاک سپکاوی دی، نو ځکه باید په لاسپیکر کې تلاوت ونه شي.

دا هم ولولئ

د فرانسې له ولسمشر څخه د یوې ماشومې پوښتنه؛ له څپېړې خوړلو وروسته څه احساس کوې؟

د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د یو ښوونځي لېدو ته تللی و، هلته د …