کورپاڼه / هنر او کلتور / ویرات کوهلي هم د نصرت فتح علي خان مینوال وخوت

ویرات کوهلي هم د نصرت فتح علي خان مینوال وخوت

هسې خو د قوالۍ بادشاه نصرت فتح علي خان په ټوله نړۍ یو پېژندل شوی قوال دی او ډېر زیات مینوال هم لري، خو د نوموړي له مړینې ډېره موده وروسته یې هم سندرې په مینه اوریدل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو د هندوستان د کرکټ ملې د لوبډلې کپتان ویرات کوهلي یوه ویډیو هم ډېره لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې د نصرت فتح علي خان سندره اوري.

په ویډیو کې ویرات کوهلي په یو لاس کې د کافي پیاله نېولي وي او وایي چې زما د ورځې پیل له کافي او له غوره موسیقۍ سره وي.

 

نوموړی په دې ویډیو کې خپل لوډسپیکر هم خپلو مینوالو ته ښیي، چې د نصرت فتح علي خان مشهوره پنجابي سندرې پکې چالان وي.

د ویرات کوهلي دغه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، اوسنۍ نه ده بلکې یو څه پخوانۍ ده، خو د ویرات کوهلي له نصرت فتح علي خان سره دې مینې د نوموړي مینوال حیران کړي.

دا هم ولولئ

جیکي شرف: ټایګر راسره وعده کړې چې پخوانی کور به بېرته اخلي

جیکي شرف وایي چې زوی یې ټایګر شرف ورسره وعده کړې چې هغه کور به …