کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې خو به دغه عادت نه لرئ؟ که یې لرئ نو ځان ترې وژغورئ

آیا تاسې خو به دغه عادت نه لرئ؟ که یې لرئ نو ځان ترې وژغورئ

که چېرته غواړئ چې په منځني عمر کې د مړینې له خطر څخه خوندي پاتې شئ، نو د ورځې په جریان یو څه وخت بدني فعالیتونو ته هم ورکړئ.

د ګلاسګو کالیډونین پوهنتون د څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې سهار له پورته کېدو وروسته ډېر وخت په ناستې سره تېروي، دا ډول کسان دې یو عام عادت خپل کړي او مخکې له وخته دې ځان له مړینې وساتي.

په څېړنه کې ویل شوی په ناسته د هر ساعت د تېرولو په بدل کې تر دریو دقیقو ورزش وکړئ او دا ورزش که غواړئ په یو وخت یې هم کولی شئ او په بېلابېلو وختونه کې یې هم ترسره کولی شئ. دوی وایي که چېرته په غیر فعال ژوند کې د منډې وهنې او قدم وهنې توازن راولو نو مخکې له وخته مو د مړینې خطر تر دیرش سلنو کمېږي.

څېړونکې وایي هغه کسان چې ټوله ورځ اوه ساعته په ناسته تېروي نو یوویشت دقیقې سخت یا څلور اتیا دقیقې دې د قدم وهنې په څېر عادي ورزش وکړي.

دغه راز په څېړنه کې ویل شوي هغه کسان چې د ورځې له یوولسو تر دولسو ساعتونو په ناسته تېروي د دوی لپاره دیرش دقیقې سخت ورزش ګته نه رسوي او مخکې له وخته د مړینې نه خطر یې نه کموي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …