کورپاڼه / هنر او کلتور / سیف علي خان: ښه وشو چې د خانانو په څېر بریالی نه شوم

سیف علي خان: ښه وشو چې د خانانو په څېر بریالی نه شوم

د بالیووډ د فلمونو اداکار یا هنرمند سیف علي خان وایي چې ډېره ښه شوه چې د شاهرو خان، سلمان خان او عامر خان په څېر بریالی نه شوم.

هندي اداکار سیف علي خان چې د درې واړو خانانو په څېر یې په بې شمېره فلمونو کې کار کړی خو د شاهرو خان، سلمان خان او عامر خان په څېر هیڅکله بریالي فلمونه نه دي وړاندې کړي.

خو نوموړی بیا په دې اړه وایي چې د شاهرو خان، سلمان خان او عامر خان په څېر نه بریالی کیدل یا یو لوی اداکار یا هنرمند نه جوړېدل یې په حق کې غوره تمام شوي.

سیف علي خان په دې اړه وایي چې دا د هغه لپاره ځکه غوره و چې د ډېرو تجربو فرصت په لاس ورغی او د اداکارۍ په ډګر یې د ځان د ښه کولو لپاره ډېر کیمپونه رامنځته کړل چې په وینا یې یوه غوره لار وه او شاهرو خان، سلمان خان او عامر خان چې لوی اداکاران شوي دا یې شاید د ماشومتوب خوب هم و.

سیف علي خان د سینما په اړه خپلو مینوالو ته د هیله مند کیدو لارښوونه وکړه او و یې ویل چې د سینما د بریالي کیدو لپاره یوه او ځانګړې لار نشته. نوموړی زیاتوي چې اوس ماته هم د پیچلو کردارونه وړاندیز کېږي او زما لپاره هم سینما بدله شوې.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …