کورپاڼه / روغتيا / د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات د زړه د ناروغیو خطر کموي

د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات د زړه د ناروغیو خطر کموي

له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې چې د شنو پاڼو لرونکې سبزیجات که چېرته په ورځني ډول سره وخوړل شي، نو د زړه د ناروغیو خطرونه تر ډېره پورې کمېدلی شي.

د ایډت کووان پوهنتون له څېړنې ثابته شوې چې پالک، سلاد او نور د شنو پاڼو لرونکي سبزیجات په ډېره اندازه نایتریت لري او باید په ورځني ډول سره وخوړل شي ځکه چې په دې سره زړه پیاوړتیا مومي، د وینې فشار کنترولېږي او په وینه کې د شکر اندازه هم مناسبه ساتل کېږي.

له دې وړاندې د نایتریت لرونکو جغندرو د ځانګړتیاوو په اړه ویلي ول چې د جغندرو اوبه د نایتریت په درلودلو سره د وینې فشار کنترولوي او د زړه عضلو ته پیاوړتیا ورکوي.

پر همدې بنسټ د شنو پاڼو لرونکې سبزیجات هم مهم رول لوبوي او روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې د شنو پاڼو لرونکې سلاد باید په ورځ کې یو ځل ضرور وخوړل شي.

دوی وایي که چېرته په ورځني ډول سره خام سبزیجات وخوړل شي نو زړه د ناروغیو خطر ډېره کمولی شي او په دې ډول د زړه د شریانونو د ناروغیو خطر تر شپږویشت سلنو کمښت موندلی شي او ترڅنګ د زړه له کاره لوېدلو او د فلج څخه په مخنیوي کې هم مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …