کورپاڼه / اسلام / روح څه ډول ایستل کېږي او د یو مومن او ګناهکار د روح اخیستل څه توپیر لري؟

روح څه ډول ایستل کېږي او د یو مومن او ګناهکار د روح اخیستل څه توپیر لري؟

کله چې د انسان له بدن څخه روح وځي نو خوله یې خلاصه کېږي او شونډې یې په هیڅ حالت هم نه سره نښلي. یعنې له پښو څخه د روح وتنه پیلېږي او تر زړه پورې راځي او ساه یې یو لوري یعنې بهر طرف ته ایستل کېږي.

دا هغه وخت دی چې په یو څو دقیقو کې انسان شیطان او فرښتي په دنیا کې خپلې مخې ته ویني. یو لورې ته شیطان ورته په غوږ کې ځینې لارښوونې کوي، بل لورې ته یې ژبه د هغه د عمل مطابق د کلمو ویل غواړي.

که چېرته انسان نیک وي نو دماغ یې ژبې ته د شهادت د کلمې لارښوونه کوي، خو که چېرته کافر، مشرک یا دنیا پرست وي نو دماغ یې په یو عجیب حالت کې پاتې کېږي او د شیطان د لارښوونو اړوند کړنې ترسره کوي او په ستونزو سره د ځینو کلمو د ادا کولو بشپړه هڅه کوي.

دا کړنه په دومره تیزۍ سره ترسره کېږي چې دماغو ته د فکر کولو وخت هم نه ورکوي او د روح په وتلو سره د انسان ذهن ډېر سخت تکلیف احساسوي خو وجود به حرکت هم نه شي کولی ځکه چې له دماغو پرته د ټول بدن روح د انسان حلق ته راټولېږي او بدن د غوښې د یوې بې روحه غوښې په څېر شي چې بالکل حرکت نه شي کولی.

بالاخره له دماغو هم روح په وتو شي او سترګو غاټکي په هغه لور پاتې کېږي په کوم لور چې عزرایل علیه السلام روح اخلي. بیا د انسان د ژوند هغه سفر پیلېږي چې روح له تکلیفونو نېولې د آرام تر محلونو د راحت احساس کوي. ددې نړۍ ترټولو اوږده موده هم د هغه روحونو لپاره له یو څو ثانیو څخه ډېره نه وي، حتی تر دې که میلونونه کاله وړاندې هم مړه شوي وی.

د یو مسلمان روح به په داسې ډول سره اخیستل کېږې لکه له اوړو چې ویښته وباسي او د ګناهکار روح به داسې ایستل کېږي لکه په اغزي لرونکې ونه چې ګنډل شوې جامې کش کړې، نو الله تعالی دې موږ ته د مرګ پر د شهادت کلمه را په نصیب کړي.

دا هم ولولئ

حدیث شریف: له پردۍ ښځې سره په یوازیتوب کې له کتلو غوره دي چې په سر میخ ووهل شي

ډېر شمېر نارینه یا ښځینه دا کړنه ډېره عادي ګڼي چې د یوې غیر محرم …