کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه بوټی چې د مړو شوو حشرو په څېر بوی خارجوي او مچۍ ځانته رابولي

هغه بوټی چې د مړو شوو حشرو په څېر بوی خارجوي او مچۍ ځانته رابولي

موږ په دې پوهېږو چې ځینې بوټي د خطر پر وخت یو ډول ځانګړی بوی خارجوي، چې دښمنې حشرې تښتې یاهم د ځان پر لورې تګ ته مجبوروي. خو اوسمهال یوه داسې حشره موندل شوې چې د مړې شوې حشرې بوی خارجوي او مرستندویه مچې ځانته رابولي.

له وړاندې موږ په دې پوه شوی یو چې ځینې بوټي د خرابې شوې غوښې او د فاضله موادو بوی خارجوي ترڅو هغه حشرې ځانته را وبولي چې صفایي خوښوي. ددې ډول بوټو ګټه دا وي چې تخمونه تر ډېره خپروي او ګلونو ته وده ورکوي.

ویل کېږي چې په یونان کې د (Aristolochia microstoma) په نوم یو بوټی موندل شوی چې د مړو حشرو بوی خارجوي او مچۍ د ځان په لور رابولي. دغه بوټی رنګا رنګ ګلان نیسي، وچې غوندې پاڼې لري او پر ځمکه را شین کېږي. که څه هم ساینسپوهان له بوی څخه پوه ول خو اوس د المان او آسټریا کارپوهانو له مخې یوه بله حیرانوونکې موندنه کړې.

کارپوهان هغه بوی پیدا کوونکی مالیکول موندلی چې په نورو بوټو کې نه موندل کېږي، ددې مالیکول کیمیایي ترکیب (2,5-dimethylpyrazine) دی او دا بوی د ملا د تیر په لرونکو حیواناتو کې نه موندل کېږي بلکې د مړو حشرو څخه را پیدا کېږي، چې بیا یو ډول ځانګړې مچۍ د ځان پر لورې جلبوي.

دغه ګل یا بوټی د هماغه حشرو په څېر بوی خارجوي او مچۍ ځانته راجلبوي. دغه راز دغه بوټی یا ګل مچیو سره مرسته کوي ترڅو د خوراکي توکو نږدې ذخیره وپېژني.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …