کورپاڼه / خپلواک / افغان مينه وال پوليسو ته ويلي چې لکنو کې ورته هوټلونه کوټه نه ورکوي
شېر خان

افغان مينه وال پوليسو ته ويلي چې لکنو کې ورته هوټلونه کوټه نه ورکوي

خپلواک وېبپاڼه (٧ نومبر ٢٠١٩): د افغان کرکټ لوبډلې مينه وال، چې په قد ډېر اوږد دى او ويل کېږي چې قد يې ٨ فوټ او ٢ انچه دى، په هند کې له سختو مشکلاتو سره مخ شوى دى.

نوموړى هند ته د افغانستان او ويسټ انډيز لوبو ته تللى، چې دغه لوبې د لکنو ښار په بهارت رتنا شري اټل بهاري واجپاى نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي، هغه په دې نه دى خفه چې ويسټ انډيز په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه، خو هغه په دې خفه دى چې د هوټل مسوول ورته ويلي، چې نور دې له هوټل ووځي.

ويسټ انډيز په لومړۍ لوبه کې افغانستان مات کړ

حشمت شهيدي او منير کاکړ په لوبډلو کې واخيستل شو

ځوان لوبغاړى قېس احمد د برېتانيا په کاونټي لوبو کې واخيستل شو

شېر خان د افغان لوبډلې کلک مينه وال دى، هغه هند ته تللى چې د افغانستان او ويسټ انډيز سيالۍ وګوري، خو دغه ٨ فوټه او ٢ انچه اوږد شېر خان له ډېر مشکل وروسته هوټل پېدا کړ، خو وروسته د هوټل مسوولينو هغه له هوټل وويست، چې نوموړى بيا پوليسو ته لاړ.

شېر خان په هند کې پوليسو ته وويل، چې هغه د لکنو په راجدهاني هوټل کې شپه تېره کړې ده، خو اوس يې د دغه هوټل مسوولين په هوټل کې نه پرېږدي. خو د هوټل مسوولينو بيا پوليسو ته ويلي دي، چې د شېر خان قد ډېر زيات اوږد دى او د هغه ليدو ته هره ورځ شاوخوا ٢٠٠ کسان هوټل ته د ليدو لپاره راځي. هغه وايي، د ډېرو کسانو د راتګ له امله هر څه خراب شوي دي او د دوى کار يې ګډ وډ کړى دى.

د هوټل مسوولينو پوليسو ته ويلي دي، چې شېر خان دلته د څلور پنځه ورځې نور هم پاتې کېږي او دوى نه شي کولاى چې دغه هر څه کنټرول کړي.

د يادولو ده چې شېر خان هغه مهال ډېر مشهور شو، د يوې لوبې پر مهال د زينو تر څنګ ولاړ و چې هغه انځورونه يې بيا په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس شو.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …