کورپاڼه / جالب / هغه په زړه پورې لوبه چې له ادم خورو پکې ځان ساتې

هغه په زړه پورې لوبه چې له ادم خورو پکې ځان ساتې

“منډه ووهئ د ژوند لپاره” یوه ډېره په زړه پورې او جالبه لوبه ده، چې په میریلینډ کې د ریډ سټریټ پروډکشن (آر ایس پي) له لورې رامنځته شوې.

دا لوبه په منډه وهنه کې د خنډونو او ستونزو د لېرې کولو او په بدني ډول د ستونزمنو خنډونو لرونکې لوبه ده، خو د منډې د نورو لوبو په څېر نه ده.

په دې لوبه کې ځینې کسان له ځان څخه ادم خواره جوړوي او په منډه وهونکې شخص شا نیسي او له هغوی به بیرغ اخلي او منډه وهونکی به ځان ټاکلي ځای ته رسوي.

د لوبې په پیل کې له زرو څخه ډېر ګډون کوونکي وي خو کله چې آخر ته رسېږي نو یو څو کسه ترې پاتې کېږي او هغه کس چې آدم خورو ونیوه له لوبې بهر کېږي.

له لوبې وړاندې ګډون کوونکې روزل کېږي او له سیالۍ وړاندې او وروسته مجلس برابروي چې خوراک، څښاک، موسیقي او د پیرلو او پلورلو د توکو په ګډون لوبې هم پکې موجودې وي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …