کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان مشهور کرکټر شعېب ملک هم اداکاري پیل کړه
شعېب ملک

د پاکستان مشهور کرکټر شعېب ملک هم اداکاري پیل کړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي شعېب ملک هم له کرکټ وروسته اداکارۍ ته مخه کړه او ډېر ژر به په یو سریال کې راښکاره شي. هغه په یوه مرکه کې ویلي دي، چې د یو سریال لپاره يې ځينې صحنې ثبت کړې دي او څه ثبت يې پاتې دی چې ژر به نشر شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، شعېب ملک وايي، چې د هغه اداکاري ډېره خوښېږي او ثانیه (د هغه مېرمن) هم ورته وايي، چې هره ورځ د ټلویزیون یوې نه یوې خپرونې ته رسېدلی وي.

شعېب ملک وویل، چې د هغه مینه وال به نوموړی ډېر ژر په سریال کې وګوري. هغه وویل، چې د دې سریال ثبت د پاکستان په بېلا بېلو ځایونو کې شوی دی.

۳۹ کلن کرکټر دا هم وویل، چې اوس هم په کرکټ کې ډېر څه ورته پاتې دي، خو هغه د دې تر څنګ په ځینو نورو برخو کې هم کار کول غواړي، تر څو خپل صلاحیتونه روښانه کړي.

شعېب ملک د خپل راروان سریال او د خپلې اداکارۍ په اړه له دې ډېر نور معلومات ورنکړل او وې ویل چې مینه وال دې يې په تمه اوسي، د وخت سره به هر څه ورسره شریک کړي.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …