کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز د پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه اماراتو ته لاړل
نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز

نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز د پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په موخه اماراتو ته لاړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه تکړه توپوهونکي نجیب الله ځدراڼ او رحمان الله ګربز د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) شپږم پړاو پاتې سیالیو کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته لاړل.

د پي ایس ایل پاتې سیالیو لپاره دواړه لوبغاړي بېلا بېلو لوبډلو اخیستي دي، چې په پاتې ۲۰ سیالیو کې به د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ دوی هم ولوبېږي.

نجیب الله ځدراڼ په خپله ټویټر پاڼه کې یو عکس خپور کړی دی، چې هغه په الوتکه کې لیدل کېږي او ورسره يې لیکلي دي، چې دوبۍ ته روان دی.


همدا راز رحمان الله ګربز بیا په انسټاګرام اکاونټ کې دوه ساعته مخکې یو عکس خپور کړی دی او ورسره يې لیکلي دي چې پاکستان سوپر لیګ ته روان دی.


د یادولو وړ ده چې نجیب الله ځدراڼ د کراچۍ کنګز او رحمان الله ګربز د ملتان سلطانز لوبډلو اخیستي دي، چې د دواړو دا لومړی ځل دی چې په دغه سیالیو کې به ولوبېږي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …