کورپاڼه / هنر او کلتور / مادوري دیکشت هم په (هیرا منډۍ) کې کار کوي
مادوري دیکشت

مادوري دیکشت هم په (هیرا منډۍ) کې کار کوي

د هندي سینما مشهوره او نوموتې هنرمنده مادوري دیکشت هم د فلم جوړونکي سنجی لیلا بنسالي په راتلونکي فلم (هیرا منډۍ) کې کار کوي. د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، مشهور فلم جوړونکی سنجی لیلا بنسالي د پاکستان د لاهور ښار په مشهوره فحش خانه (هیرا منډۍ) باندې په همدغه نوم فلم جوړوي.

په دغه فلم کې د یوې سندرې لپاره سنجی لیلا بنسالي د مشهورې اداکارې مادوري دیکشت انتخاب کړی دی، ویل کېږي چې مادوري به ۱۹ کاله وروسته د سنجی لیلا بنسالي سره په یو فلم کې ګډ کار وکړي.

له دې مخکې په یو راپور کې ویل شوي و، چې سنجی لیلا بنسالي د (هیرا منډۍ) فلم لپاره د ایشوریه رای بچن، مادوري دیکشت، ودیا بالن، منیشا کویراله او پرینيتي چوپړا په څېر اداکارانو سره خبرې کړې وې.

خو تازه ویل شوي دي، چې نوموړي په دغه فلم کې د کار کولو لباره سوناکشي سنها او هما قریشي د مرکزي کردارونو لپاره انتخاب کړي دي، خو مادوري دیکشت به بیا په یوه سندره او ځینو صحنو کې کوچنی کردار ادا کړي.

په پاکستان کې د (هیرا منډۍ) سیمه د اسیا په کچه مشهوره سیمه ده، چې له لسیزو راهیسې په دغه ځای کې فحش خانه روانه ده. دا سیمه د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې ده.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …