کورپاڼه / روغتيا / د هوا ککړتیا په ماشومانو کې د ساه لنډۍ ستونزې راولاړوي

د هوا ککړتیا په ماشومانو کې د ساه لنډۍ ستونزې راولاړوي

هغه ښځې چې د حمل پرمهال له ککړې هوا سره مخ کېږي، ماشومان یې د ساه لنډۍ په څېر په ځورونکې ناروغیو اخته کېږي.

د ایشکن د طبي ښوونځي په دې څېړنه کې کې د هغه فضایي ککړتیا کوچنۍ ذرې (یو ایف پیز) د اغېزو څېړنه شوې چې د لویو ذرو څخه زهرجنې ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې دغه ذرې د موټرو، لرګیو او په ښاري ککړتیا کې شتون لري. څېړنې ثابته شوې چې دغه ذرې د امیندوارو سږو ته داخلېږي، وینه یې زیانمنه کېږي او د همدې لارې د ماشوم د وینې ته داخلېږي.

څېړونکې وایي چې په ماشومانو کې د ساه لنډۍ ستونزه یوه نړیواله ستونزه ده او د هوا ککړتیا په ډېرېدو سره دغه ناروغي هم ډېرېږي. دوی زیاتوي چې د حمل پرمهال د ماشومانو وده ډېره حساسه مسئله ده.

له دې وړاندې ثابته شوې وه چې د هوا د ککړتیا په پایله کې له وخته وړاندې د زېږون او په مور زادي ډول د وزن کمولو خطر ډېروي او د حمل د ضایع کیدو امکان هم وي.

د څېړنې له مخې ثابته شوې، هغه میرمنې چې د حمل پرمهال تر ډېره د هوا د ککړتیا له کوچنیو ذرو سره مخ وي، په ماشومانو کې یې د ساه لنډۍ خطر څلور برابره ډېر وي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …