کورپاڼه / خبرونه / جو روټ له ویراټ کوهلي هم زیات معاش اخلي
جو روټ او ویراټ کوهلي

جو روټ له ویراټ کوهلي هم زیات معاش اخلي

د هند کرکټ ملي لوبډلې کپتان او مخکښ توپوهونکی ویراټ کوهلي چې په ۲۰۲۰ کال کې د فوربس مجلې د ۱۰۰ ډېرو پېسو ګټونکو ورزشکارانو په لړ کې يې ۶۶م مقام ګټلی و، ځکه نوموړي تېر کال ۱۹۶ کروړه هندي روپۍ ګټلې وې او سږکال هم د هند کرکټ بورډ له خوا ورسره د ۷ کروړه روپيو قرارداد شوی دی.

د دې تر څنګ ویراټ کوهلي بیا د ای پي ایل د رایل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې څخه هم ۱۷ کروړه روپۍ د کار اخلي، هغه په ۲۰۱۸ کال کې دغه لوبډلې په ۱۷ کروړه روپۍ اخیستی و، چې هر کال دا روپۍ ورکول کېږي.

خو په نړیوالو سیالیو کې بیا سږکال د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جو روټ له ویراټ کوهلي هم زیات معاش اخلي، چې په دې لړ کې يې هغه شاته پرېښی دی.

د انګلستان کرکټ بورډ د لوبډلمشر جو روټ سره په روان کال کې ۷۰۰ زره پاونډه قرارداد کړی دی، چې دا په هندي روپيو کې ۷.۲۲ کروړه روپۍ کېږي، چې د ویراټ کوهلي تر پېسو زیاتې دي، ځکه ویراټ کوهلي د هند له خوا په نړیوالو لوبو کې د کال ۷ کروړه روپۍ اخلي.

د يادولو وړ ده چې له ويراټ کوهلي پرته روهیت شرما او جسپریت بومرا دوه نور د هند هغه لوبغاړي دي چې د هند کرکټ بورډ ورسره په اې پلس ګرېډ کې قرارداد کړی دی او ۷-۷ کروړه هندي روپۍ د کال اخلي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …