کورپاڼه / خبرونه / د بریتانیې د لومړي وزیر د دریم واده نیټه وټاکل شوه

د بریتانیې د لومړي وزیر د دریم واده نیټه وټاکل شوه

د بریتانیې لومړي وزیر بورس جانسن د خپلې ملګرې کیري ساییمنډ سره د دریم واده پرېکړه وکړه او د واده نیټه یې هم وټاکل شوه.

د بریتانیې د خبري آژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد د لومړي وزیر او دري دیرش کلنې کیري ساییمنډ د واده نيټه وټاکل شوه او بورس جانسن خپلو ملګرو او خپلوانو ته د واده کارتونه هم لېږلي.

د بریتانیې ورځپاڼې ادعا کړې چې د پنځه پنځوس کلن لومړي وزیر واده د کورونا په سبب ځنډېدلی و، چې اوس به د جولایي په دیرشمه نیټه د شنبې په ورځ ترسره شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د بریتانیې د لومړي وزیر د واده مراسم به په بکنګم شایر کې د نوموړي په کور کې ترسره شي او ځکه دا ځای ښودل شوي چې په کارت کې د جولایي دیرشمه نیټه او د شنبې ورځ لیکل شوې خو د مراسمو د ترسره کیدو ادرس یې نه دی لیکل شوی.

ویل کېږي چې د بورس جانسن واده به د نوموړې له دري دیرش کلنې ملګرې کیري ساییمنډ سره ترسره شي او د دواړو کوژده په ۲۰۱۹ کال شوې وه. باید یاده کړم چې دا د بورس جانسن دریم واده دی چې پرېکړه یې په ۲۰۲۰ کال د دویم میرمنې له طلاق وروسته کړې وه.

دا هم ولولئ

یونس خان

یونس خان د پاکستان لوبډلې د روزونکي دنده پرېښوده

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکي یونس خان دنده پرېښوده، هغه تېر کال …