کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / دوه ورځې وروسته سپوږمۍ تندر نیسي
سپوږمۍ او تندر

دوه ورځې وروسته سپوږمۍ تندر نیسي

دوه ورځې وروسته، په ۲۰۲۱ کال کې د مۍ په ۲۶مه نېټه سپوږمۍ تندر نیسي، چې دا به د سپوږمۍ تندر نیولو پوره ننداره وي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د مۍ په ۲۶مه نېټه به د سپوږمۍ د تندر نیولو تر څنګ سپوږمۍ هم پوره وي، نو له دې امله به ځمکې ته هم ډېره نږدې وي.

په راپورونو کې ویل شوي دي چې دې سپوږمۍ ته د (سوپر فلاور بلډ مون) نوم ورکړل شوی دی، چې د ۱۴ دقیقو لپاره به ټوله سپوږمۍ پوره سره شي.

د افغانستان په وخت به د سپوږمۍ تندر نیول د ورځې په ۱ بجه او ۱۸ دقیقو پیل شي، همدا راز ۳ بجې او ۴۱ دقیقو باندې به سپوږمۍ پوره تندر ونیسي او ماښام ۵ بجې او ۳۵ دقیقو باندې به د سپوږمۍ تندر نیول پای ته ورسېږي.

خو کله چې سپوږمۍ تندر ونیسي، نو هغه وخت به په افغانستان کې ورځ وي، نو له دې امله به په افغانستان کې څوک د سپوږمۍ تندر نیولو ننداره ونه کولای شي.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …