کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپریدی د پاکستان سوپر لیګ څخه بهر شو
شاهد اپریدی

شاهد اپریدی د پاکستان سوپر لیګ څخه بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او په پاکستان سوپر لیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې لپاره لوبېدونکی لوبغاړی شاهد اپریدی د ملا د دردونو له امله د پاتې سیالیو څخه بهر شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د شاهد اپریدي په ملا کې درد دی او ډاکټرانو ورته د ارام مشوره ورکړې ده، چې له دې امله به هغه د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو په پاتې سیالیو کې د ملتان سلطانز لپاره ونه لوبېږي.

شاهد اپریدي وايي، له بده بخته ډاکټرانو راته د ارام کولو مشوره راکړې ده، نو ځکه به په ابوظهبي کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره یو ځای نه شم.

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې لوبې د جون په پنځمه نېټه په ابوظهبي کې پیلېږي، چې ځینې مشهور لوبغاړي پکې برخه نه اخلي او له دې امله د هغوی پر ځای ټولو لوبډلو نور لوبغاړي اخیستي دي.

د ملتان سلطانز لوبډلې د پاتې سیالیو لپاره د افغانستان چټک پیلیز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز هم اخیستل شوی دی، چې نوموړی نن اماراتو ته تللی دی، همدا راز نجیب الله ځدراڼ بیا کراچۍ کنګز سره لوبېږي او هغه هم نن اماراتو ته تللی دی.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …