کورپاڼه / جالب / یو شخص خپلې میرمنې ته د واده په کلیزه کې یو کیلو د سرو هار ډالۍ کړ، خو پولیس یې بیا حیران کړل

یو شخص خپلې میرمنې ته د واده په کلیزه کې یو کیلو د سرو هار ډالۍ کړ، خو پولیس یې بیا حیران کړل

په هند کې یو شخص د خپل واده د کلیزې په مناسبت میرمنې ته یو داسې د سرو زرو هار ډالۍ کړ چې یو کیلو وزن یې درلود، چې ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې په تیزۍ سره لاس په لاس کېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې ددې هیواد د بیونډې اوسیدونکې بالا کوهلي خپلې میرمنې ته د واده د کلیزې په مناسب یو کیلویي د سرو زرو هار ډالۍ کړ.

ویل کېږي چې د هار له ډالۍ کولو وروسته د بالا کوهلي میرمن له ډېرې خوشحالۍ په جامو کې نه ځاییده او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه، خو په دې لړ کې پولیس هم خبر شول او بالا کوهلي یې له ځان سره حوزې ته یوړو.

ویل کېږي کله چې پولیسو بالا کوهلي له ځان سره حوزې ته بوتلو نو هلته یې پوه کړ چې په دې ډول یې ځان او مال ته زیان رسېدلی شي، خو بالا کوهلي پولیسو ته په ځواب کې وویل چې دغه هار د سرو زرو نه و.

نوموړي پولیسو ته زیاته چې دغه هار یوازې په اته دیرش زره روپیو جوړ کړی، چې پولیس ډېر حیران کړل خو بیاهم پولیسو له خلکو غوښتنه وکړه چې په ټولنیزو رسنیو دې دا ډول ویډیوګانې نه خپروي او د غلا خطر دې نه ډېروي.

دا هم ولولئ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د …