کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځی د پېښور زلمي لوبډلې واخیست
حضرت الله ځاځى

حضرت الله ځاځی د پېښور زلمي لوبډلې واخیست

د پاکستان سوپر لیګ د شپږم پړاو پاتې سیالیو لپاره د افغانستان یو بل چټک توپوهونکی هم اخیستل شوی دی، چې سبا به د اماراتو پر لور روان شي.

د رسنیو د راپورونو په وېنا، که څه هم د پي ایس ايل لوبډلو تېره ورځ لوبغاړي اخیستي و، خو د پېښور زلمي لوبډلې بیا نن حضرت الله ځاځی اخیستی دی.


د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی به سبا د متحده عربي اماراتو پر لوري روان شي او په ابوظهبي کې به د پېښور زلمي لوبډلې سره یو ځای شي.

د یادولو وړ ده چې د پي ایس ایل پاتې لوبو لپاره نجیب الله ځدراڼ د کراچۍ کنګز او رحمان الله ګربز د ملتان سلطانز لوبډلو اخیستي دي، چې دواړه نن اماراتو ته تللي دي.

همدا راز راشد خان هم د پاتې سیالیو لپاره د لاهور قلندرز لوبډلې سره بیا یو ځای شوی دی، محمد نبي بیا په پاتې لوبو کې ښايي ونه لوبېږي او مجیب الرحمان هم د پېښور زلمي لوبډلې سره یو ځای دی.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …