کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د زمزم اوبه او په اړه یې د ساینسپوهانو نظریې

د زمزم اوبه او په اړه یې د ساینسپوهانو نظریې

د زمزم د اوبو په اړه بېلابېل مذهبي معلومات او تاریخي واقعات شتون لري چې شاید ټول به یې په اړه پوهېږي، چې د ابراهیم علیه السلام زوی اسماعیل علیه السلام له تندې خپلې پښې پر ځمکه راکاږلې نو هلته د زمزم چینه راووته او تر ننه بهېږي.

د المان یو ساینسپوه کرسټیانو مټاینو وایي چې دا اوبه نه ختمېږي او شفاء ورکونکې دي او د کمپیوریشن هایډرو ډېره کچه، سودیم او معدني مواد پکې شتون لري چې په شفاء ورکونه کې یې مهم رول لوبوي.

ویل کېږي چې د زمزم په اوبو کې میګنیزیم، فاسفورس، سلیکون، اکسایدونه، آیونونه، کلسیم، کابایډز او نور بېلابېل مرکبونه شتون لري چې د همدې له امله د نړۍ ترټولو شفافه اوبه ګڼل کېږي.

ډاکتر یحیی کوشک وایي چې د زمزم اوبه د بېلابېلو ناروغیو لکه سرطان، تایراید، د پوستکي ناروغۍ، شکر، د زړه ناروغي او له نورو ناروغیو په ژغورنه کې مرستندویه تمامېږي.

  • د المان ساینسپوه ډاکتر نیټ فیفر وایي: د زمزم اوبه د بدن د حجرو پیاوړتیا ډېروي.

  • ایټالوي ډاکتر رچ فاو وایي: د زمزم اوبه د سودیم، ویټامین بي ۶، ویټامین سي او ویټامین اي موندل کېږي چې د پوستکي له ناروغۍ مو ژغوري.

  • فرانسوي کارپوه رچي کف وایي: د تنتړي کېدو لپاره د زمزم اوبه ډېرې ګټورې وي.

دا هم ولولئ

ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری وموندل شو؛ په ۲۰۳۱ کال به د ځمکې ترڅنګ تېر شي

په انساني تاریخ کې ترټولو غټ لکۍ لرونکی ستوری موندلی شوی. دغه ستوری له ۱۰۰-۲۰۰ …