کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نسیم شاه: کاش مور مې ژوندۍ وای چې خپل غم مې ورسره شریک کړی وای
نسیم شاه

نسیم شاه: کاش مور مې ژوندۍ وای چې خپل غم مې ورسره شریک کړی وای

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پښتون توپ اچونکی نسیم شاه د پاکستان سوپر لیګ د پاتې سیالیو څخه بهر شوی دی، چې هغه له دې وجې نه ډېر خپه دی او وايي، کاش مور مې ژوندۍ وای، چې هغې سره مې خپل غم شریک کړی وای، مور به مې راته ویل، چې ته ولې خپه یې، زه یم کنه.

په ټولنیزو رسنیو کې نوموړي په خپل یو پېغام کې ویلي دي، چې د پي ایس ایل لپاره مې ډېره خواري کړې وه، ډېر ورته په تمه و او د خپلې لوبډلې په ټولو لارښوونو مې هم عمل کولو.

نسیم شاه لیکي، زه نه پوهېږم چې څه ډول ما د خپلې لوبډلې لارښوونې ماتې کړې، زه کرکټ کوم، کرکټ زما ژوند دی، اوس چې څه احساسوم، هغه نه شم بیانولی.


د یادولو وړ ده چې دا چټک توپ اچونکی د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې لپاره لوبېده، چې د کورونا ویروس د مخنيوي لارښوونو څخه يې سرغړونه کړې ده او د پاکستان کرکټ بورډ بېرته کور ته ستون کړی دی.

کرکټ بورډ وايي، چې ټولو لوبغاړو په هوټل کې د کورونا هغه ټېسټ جمع کاوه، چې ۴۸ ساعته مخکې شوی وي، خو نسیم شاه د ۱۸ مۍ د کورونا ټېسټ جمع کړی و، چې هغه د هوټل په یوه بیله خونه کې کرنټین شوی و او بیا وروسته پرېکړه وشوه، چې هغه به په پي ایس ایل کې برخه نه اخلي او بېرته له کرنټین لیرې او کور ته ولېږل شو.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …