کورپاڼه / خبرونه / د پنجشنبې په ورځ به لمر نېغ د کعبې شریفې پر سر وي

د پنجشنبې په ورځ به لمر نېغ د کعبې شریفې پر سر وي

د سعودي عربستان د جدې فضایي ټولنې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ چې د میي له ۲۷ نیټې سره برابره ده، د لمر سترګه به د غرمې په دولسو بجو او اتلس دقیقو د کعبې پر سر واقع شي او دا به ددې کال لومړنۍ دا ډول واقع وي.

د سعودي خبري آژانس ایس پي ای او د سبق ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې د فضایي ټولنې مشر ډاکتر ماجد ابو زاهرة وایي چې د لمر سترګه به ددې لپاره د کعبې پر سر واقع شي، ځکه چې کعبه شریفه د استوا د کرښې او د سرطان د مدار ترمنځ موقیعت لري.

د لمر د ګرځیدو دوران له استوا کرښې څخه د سرطان مدار ته د میي په میاشت کې داخلېږي او د کعبې شریفې پر سر واقع کېږي.

ماجد ابو زاهرة وایي کله چې لمر د کعبې شریفې پر سر واقع شي، نو په ډېرې زیاتې لوړتیا تقریباً نوي درجو باندې به وي او دا به هغه وخت وي چې د کعبې شریفې سیوری به ختم شي.

نوموړی زیاتوي چې عربي هیوادونه د شمالي قطب ګاونډۍ سیمې افریقا، اروپا، چین، روس او د ختیځې اسیا اوسیدونکې د کعبې پر سر د لمر په لیدو د قبلې لوری معلومولی شي.

ابو زاهرة مخکې وایي چې پخوا به خلکو په همدې ډول د قبلې لوری معلوماوه او دغه طریقه د نوې ټیکنالوژۍ څخه د پایلو په اعتبار کمه نه ده.

دا هم ولولئ

اسدالله خان

اسدالله خان: په سلیکشن کې د غېر مسلکي کسانو د لاسوهنو له امله مې استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي، چې په کرکټ بورډ …