کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ملي ټلویزیون یو بل نوښت (ملي اسلام) به ژر فعالیت پيل کړي
ملي اسلام

د ملي ټلویزیون یو بل نوښت (ملي اسلام) به ژر فعالیت پيل کړي

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون یو بل تازه نوښت کړی دی او د اسلام لپاره یې ځانګړی ټلویزیون جوړ کړی دی، چې ډېر ژر به په فعالیت پیل کړي.

د ملي راډیو ټلویزیون رییس اسماعیل میاخېل په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې معلومات شریک کړي دي او لیکلي يې دي چې (ملي اسلام) به ډېر ژر فعالیت پيل کړي.

اسماعیل میاخېل چې کله د ملي راډیو ټلویزیون رییس ټاکل شوی دی، نو نوموړي د ملي راډیو ټلویزیون ټوله بڼه بدله کړې، چې له دې امله خلکو ډېر ستایلی دی.

هغه نه یوازې دا چې ملي راډیو ټلویزیون کې ډېر بدلون راوست، بلکې د دې تر څنګ يې ملي سپورټ ټلویزیون هم جوړ کړ، چې د کرکټ لوبو تر څنګ په افغانستان کې دننه هم د ډېرو لوبو سیالۍ په لاره واچول شوې او د ملي سپورټ له لورې نشر شوې.

د (ملي اسلام) ټلویزیون د اعلان سره سم ډېری خلکو دې ته هرکلی ویلی دی او د ملي راډیو ټلویزیون دا ګام يې ستایلی دی چې د اسلام لپاره ځانګړی ټلویزیون جوړوي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …