کورپاڼه / جالب / په هند کې یو جوړې د کورونا د بندیزونو په سبب الوتکه کرایه کړه او په هوا کې یې واده وکړ

په هند کې یو جوړې د کورونا د بندیزونو په سبب الوتکه کرایه کړه او په هوا کې یې واده وکړ

دا د هر چا هیله او غوښتنه وي چې د واده د خوښۍ مراسم له خپلو ملګرو او خپلوانو سره یوځای ولمانځي، خو نن سبا د کوروبا د وبا په سبب د هند په ډېرو سیمو کې بندیزونه لګېدلي او په مراسمو کې د میلمنو شمېر تر ډېره کم شوی دی.

په دې لړ کې د هند د تامل ناډو ایالت د مدورایي ښار اوسیدونکو جوړې یو داسې حیرانوونکې کړنه ترسره کړې چې ډېر خلک به یې په اورېدو سره باور ونه کړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په تامل ناډو کې د بندیز په سبب د زوم یا شاه زلمي پلار راکیش له مدورایي څخه تر بنګلور پورې تر دوو ساعتونو الوتکه کرایه کړه او د (۱۶۱) میلمنو سره یې یوځای د زوی د واده مراسم بشپړ کړل.

د راپور له مخې ویل کېږي، څنګه چې الوتکې الوتنه وکړه نو ترڅنګ یې د واده مراسم هم پیل شول او کله چې الوتکه ښکته شوه نو د واده ټول دودونه یې ختم شول.

په الوتکه کې ټول کسانو د کورونا معاینه کړې وه او د ټولو نتیجه منفي وه. ددې په زړه پورو مراسمو ویډیو یو شخص پر ټویټر خپره کړې چې ډېر ژر لاس په لاس شوه.

 

په ویډیو کې د واده زوم راکیش او ناوې کشنا لیدل کېږي، چې د هندي مذهب له مخې زوم، ناوې ته “منګل سوتر” په غاړه کوي او ترڅنګ یې خپل او خپلوان هم موجود وي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …