کورپاڼه / روغتيا / له فیسبوکه لېرې والی مو بدني او دماغي روغتیا ښه کوي

له فیسبوکه لېرې والی مو بدني او دماغي روغتیا ښه کوي

امریکایي څېړونکو د یوې څېړنې له مخې د ښې دماغي روغتیا لپاره له فیسبوک څخه د لېرې والي لارښوونه کړې.

په ټوله نړۍ کې له یو بل سره د لیدنې او خبرو کولو ترټولو آسانه ذریعه یوازې د ټولنیزو رسنیو ویبپاڼې ګرځیدلي او په زرګونه کیلو متره لېرې کسان یې هم سره یوځای کړي. که څه هم ټولنیزې رسنۍ ډېرې ګټې لري ترڅنګ تاوانونه هم لري.

د نیویارک او سټینفورډ پوهنتونونو د هغه اغېزو په اړه څېړنې کړي چې د انسان پر ذهن پرېوځي او ویلي یې دي که چېرته د ټولنیزو رسنیو کاروونکې د فیسبوک استعمال پرېږدي نو دماغي روغتیا ښه والی موندلی شي.

څېړونکې وایي هغه کسان چې فیسبوک نه استعمالوي د هغه کسانو پرتله یې ټولنیز فعالیتونه ښه وي په ساعت کې پنځلس دقیقې فیسبوک کاروي.

څېړونکې زیاتوي هغه کسانو چې فیسبوک یې پرېښی هغوی له خپلو ملګرو او خپلوانو سره د مخکې په پرتله اړیکې ښه شوي او په بدني او دماغي روغتیا کې یې ښه والی راغلی.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …